سرپل کې دېرش سلنه ښځې ځان بسیاینې ته رسېدلې دي

Bawar Media CenterMarch 8, 2021298
295_Sarepul

سرپل کې یو شمېر ښځینه فعالینې او د چارو مسوولین وايي چې د ښځو د یو شمېر ملاتړو بنسټونو او موسسو په همکارۍ او ملاتړ د دې ولایت څه باندې دېرش سلنه ښځې ځان بسیاینې ته رسېدلي دي.
سرپل کې د مدني ټولنې شبکو مرستیال حکمت الله حیدري وايي چې په دې ولایت کې د ښځو د ځواکمنتیا په برخه کې شاوخوا ۱۰ ټولنیز بنسټونه فعالیت لري او دا بنسټونه توانیدلي چې د دې ولایت ښځو ته د کار او زدکړې زمینې برابرې کړي.
سرپل کې یو شمېر ښځینه فعالینې د حیدري د خبرو په پخلي سره وايي چې په دې وروستیو کلونو کې ښځې توانیدلي چې له خپلو حقونو دفاع وکړي او په ګڼو برخو کې ګډون ولري او همدارنګه د دې ولایت د نورو ښځو رغنده غږ واوسي.
د سرپل ښځو چارو ریاست د حقوقو مدیره حمیده سادات هم په دې اند ده چې ښځې په دې ولایت کې په ګڼو برخو کې د کارکولو وړتیا لري او له دې لارې کولی شي د خپلو کورنیو اقتصادي ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني په دې ولایت کې د ښځو ملاتړو بنسټونو له کار او فعالیته د مننې ترڅنګ ژمنه کوي چې ځایي حکومت به د ښځو د امنیت ټینګښت او د فعالیت په برخه کې همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر ښځو په سرپل ولایت کې د مارچ اتمې د ښځو نړیوالې ورځې نمانځنې مراسمو کې د خپلو خبرو پرمهال له ځايي حکومت او مرکزي دولته وغوښتل چې د کار پیدا کولو او زدکړې په برخه کې د دې ولایت له ښځو سره همکاري وکړي.
خبریال: محمد‌یونس نعیمي