جوزجان کې د قره قل پوستکي پلور پیکه شوی دی

Bawar Media CenterMarch 11, 2021218
303_Jawezjan

په جوزجان کې د قره قل پوستکي یو شمېر سوداګر وايي چې د قره قل پوستکي نړیوال بازار له پیکه کېدو سره په دغه ولایت کې د پېر او پلور د تېرو دو کلونو په پرتله کم شوی دی.
جوزجان کې د قره قل پوستکي یو تن سوداګر حاجي افغان وايي، تېر کال د یو جلد قره قل پوستکي بیه دوه زره افغانۍ وه خو اوس په درې سوه افغانۍ هم نه پلور کېږي.
د جوزجان سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس حاجي یولبرس عطایي د دې سکالې په پخلي سره وايي، هېواد ته له افریقايي هېوادونو د مصنوعي پوستکي واردول د دې لامل شوي چې اصلي افغاني پوستکی په اروپایي هېوادونو کې خپل بازار له لاسه ورکړي.
نوموړی وايي، په دې وروستیو کلونو کې د قره قل شاوخوا یو میلیون او شپږ سوه زره جلده قره قل پوستکي اروپايي هېوادونو ته لېږل کېدل خو اوس دا شمېره سل زرو ته نه رسيږي.
د جوزجان سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس له حکومته غواړي چې د قره قل پوستکي بازارموندنې ته جدي پاملرنه وکړي او سوداګرو ته اوږدمهاله پورونه ورکړي څو دغه کاروبار یوار بیا وغوړیږي.
قره قل پوست چې د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه شمېرل کېږي پخوا په لویه کچه بهرنیو هېوادونو ته صادرېدل خو دم ګړۍ د نړیوال بازار په پیکه کېدو سره د دې صنعت تولید د لمنځه تلو په حال کې دی.
خبریاله: فریده امیني نظري