سرپل کې د نوي کال ورځو لپاره امنیتي چمتوالی نیول شوی

Bawar Media CenterMarch 11, 2021201
304_Sarepul

د سرپل امنیتي چارواکي د نوي کال ورځو د نمانځنې په موخه له امنیتي چمتوالي خبر ورکوي.
د سرپل امنیه قوماندانۍ ویاند څارمن نوراغا فیضي وايي چې په دې ولایت کې مېشت له ټولو امنیتي او کشفي بنسټونو سره په ګډ‌ه او همغږۍ امنیتي پلان جوړ شوی چې په کې د چیک پاینټونه، سیارې ګزمې، موقتې پوستو جوړېدل، د کورونو، سرایونو او د شکمنو مېلمستونونو پلټنه، د ویجاړونکو وګړو څار، په ښار کې د بې اسنادو وسایطو او موټر سایکلونو او د غیرمسووله وسله واولو کسانو پر تګ او راتګ بندیز او د لویو لارو د امنیت ټینګښت شامل دي.
په همدې حال کې د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني هم د نوي کال د نمانځلو لپاره ځانګړو چمتوالي خبر ورکړ او له خلکو یې وغوښتل چې د یادو مراسمو د امنیت د ټینګښت په برخه کې له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د سرپل ښار یو شمېر اوسېدونکي د نوروز ورځې د امنیت د تیڼګښت په برخه کې د امنیتي ځواکونو هلې ځلې ستایي او همدارنګه ژمنه کوي چې هغوی به د امنیت د ټینګښت په برخه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي.
په ورته وخت کې د سرپل امنیتي چارواکي د دې ولایت د امنیتي وضعیت د ښه کېدو خبره کوي.
خبریال: محمدیونس نعیمي