د پولیسو له ۱۱۹ شمېرې سره د سمنګان ښاریانو د اړیکو شمېر زیات شوی

Bawar Media CenterMarch 13, 2021111
304_Samangan

د سمنګان امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي چې د تېرو میاشتو په پرتله د پولیسو له ۱۱۹ شمېرې سره د دې ولایت د ښاریانو د اړیکو کچه لوړه شوې ده.
د سمنګان امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالمنیر رحیمي وایي، د دې ولایت ښاریانو په تېره یوه میاشت کې د پولیسو له ۱۱۹ شمېرې سره څه باندې ۱۵ پېښو په تړاو اړیکه نیولې چې د تېرو میاشتو په پرتله زیاتوالی ښیي.
رحیمي زیاتوي چې ډېری اړیکې د امنیت ګډوډونکو وګړو، غلو او نورو اړوند پېښو په تړاو نیول شوې چې ډېر دې کسانو ته سزا هم ورکړل شوې ده.
د سمنګان ولایت یو تن اوسېدونکی نورخان وايي چې هغه د یو شمېر شکمنو کسانو په هکله د پولیسو له ۱۱۹ شمېرې ته رپوټ ورکړی چې بیا وروسته دا کسان د امنیتي بنسټونو لخوا نیول شوي دي.
ده همدارنګه له پولیسو مننه وکړه چې د ښاریانو اړیکو ته ځواب وايي او داسې کسانو ته سزا ورکوي.
د پولیسو ۱۱۹ شمېرې سره په داسې حال کې د دې ولایت د ښاریانو اړیکو کچه لوړه شوې چې د سمنګان ولایت پولیس د نوي ۱۴۰۰ کال د رارسېدو په مناسبت د دې ولایت له ښاریانو غواړي چې د نوي کال په ورځو کې د مشکوکو کسانو او یا توکو په لیدلو سره له دې شمېرې سره په اړیکه کې شي.
خبریال: شمس‌الدین میرزایي