بدخشان کې د لبنیاتو د پروسس مرکزونو جوړولو ته د مېرمنو لیوالتیا ډېره شوې

Bawar Media CenterMarch 14, 2021331
307_badakhshan

د بدخشان ښځو چارو ریاست چارواکي وايي چې اقتصادي فعالیتونو په ځانګړي توګه د لبنیاتو پروسس برخې ته د دې ولایت د مېرمنو لیوالتیا ډېره شوې او په دې وروستیو کلونو کې د بدخشان د مېرمنو لخوا د دولتي او غیر دولتي موسسو په ملاتړ د لبنیاتو د پروسس ګڼ شمېر مرکزونه جوړ شوي دي.
د بدخشان ښځو چارو رئیسه آلینا غیاثي وايي، دم ګړۍ د مرستندویه بنسټونو په ملاتړ د بدخشان مرکز فیض آباد او دو ولسوالیو کې د لبنیاتو د پروسس ۱۰ مرکزونه جوړ شوي چې په هر یوه مرکز کې سل مېرمنې کار کوي.
د صفا لبنیاتو کارخونې مسووله آمنه رحیمي چې د لبنیاتو پروسس مرکز په جوړولو سره یې یو شمېر مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده وايي چې په دې مرکز کې سل مېرمنې کار کوي.
د بدخشان کرنې ریاست چارواکي وايي چې دوی په پام کې لري چې مالدارانو ته د ظرفیتونو لوړولو، د خوندي کاري چاپېریال رامنځته کولو، د مېرمنو د تولید شویو لبنیاتو د پلور لپاره خوندي بازار او د لبنیاتو د تولید مرکزونو پياوړتیا په موخه رونیز پروګرامونه پلې کوي.
خبریال: سمیع‌الله سیحون