د بلخ پولیس د نوروز جشن نمانځنې لپاره د شدیدو امنیتي چمتوالي خبر ورکوي

Bawar Media CenterMarch 14, 2021270
306_Balkh

د بلخ ولایت امنیه قوماندان معراج الدین سادات وايي، د نوروز جشن د امنیت ټینګښت لپاره دم ګړۍ د ملي امنیت، پوځ او پولیسو درې زره ځواکونه د دې ولایت په څه باندې لسو کمربندونو کې د امنیت په ټینګښت بوخت دي.
ده زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه تر دم کړۍ د پلټنو په چیک پاینټونو کې بریالي دي او تراوسه یې د ښار په منځ په پنځو کمربندونو او له ښار بهر په اوو کمربندونو کې توانیدلي چې له ګڼ شمېر ترهګریزو بریدونو او وسله والو غلاوو مخنیوی کړی دی.
د بلخ امنیه قوماندان همدارنګه له خلکو وغوښتل چې د نوروز جشن د امنیت د ټینګښت په برخه کې له هغوی سره همکاري وکړي او د شکمنو پېښو په هکله ژر تر ژره پولیسو ته خبر ورکړي.
په همدې حال کې د مزارشریف یو شمېر ښاریان د نوي کال د امنیت ټينګښت په برخه کې د امنیتي ځواکونو فعالیتونه ستایي.
دا په داسې حال کې ده چې د بلخ اوسېدونکي هر کال د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د ښه راغلاست لپاره ځانګړی چمتوالی نیسي او په زرګونه خلک په بلخ کې د نوي کال د نمانځنې لپاره راټولیږي او دا ورځ سره نمانځي.
خبریاله: مهناز موزون