بغلان کې امنیتي ځواکونه د نوروز نمانځنې لپاره بشپړ امنیتي چمتوالی نیولی

Bawar Media CenterMarch 15, 2021272
308_Baghlan

د بغلان امنیتي ځواکونه د نورو ورځو د نمانځنې لپاره د دې ولایت په مرکز، ولسوالیو او لویې لارې په اوږدو کې له امنیتي چمتوالي خبر ورکوي.
د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال ویس صمیمي وايي چې د بغلان – کندوز، پلخمری – سمنګان او دوشي – کابل لویې لارې امنیت نیول شوی څو خلک پرته له کومې ننګونې له دې لارې تګ او راتګ او د مزارشریف ښار په نوروز میله کې ګډون وکړي.
ده زیاته کړه چې افغان امنیتي ځواکونو د لویې لارې د امنیت تینګښت لپاره ګڼ شمېر عملیاتونه ترسره کړي او همدارنګه یې په یو شمېر زیانمنونکو سیمو کې امنیتي پوستې هم جوړې کړي دي.
د بغلان امنیه قوماندان ګوټڅندنه کوي چې هېڅ یوه بې اسناده موټر ته به اجازه ورنکړي چې
د بغلان له لویې لارې تګ او راتګ وکړي.
نوموړي د امنیت د ټینګښت په برخه کې د خلکو ونډه اغېزناکه وبلله او له هغوی یې وغوښتل چې د مشکوکو پېښو په اړه پولیس ته خبر ورکړي.
په همدې حال کې کوم شمېر موټرچلوونکي او مسافرین چې له دې لارې تګ او راتګ کوي د امنیتي ځواکونو کړنې او فعالیتونه ستایي او همدارنګه د لویې لارې د امنیت پر لا نور ټینګښت ټينګار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د نوي کال د روځو په درشل کې د بغلان عامې روغتیا او ترافیک نهه سیار ټیمونه هم ټاکل شوي څو د لویې لارې په اوږدو کې د مسافرینو ستونزو ته رسېدنه وکړي.