جوزجان کې د نوروز نمانځنې لپاره ځانګړی امنیتي چمتوالی نیول شوی

Bawar Media CenterMarch 15, 2021286
309_Jawezjan

د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، د ۱۴۰۰ لمریز کال د نمانځنې لپاره بشپړ امنیتي چمتوالی نیول شوی دی.
د جوزجان امنیه قوماندان عبدالواجد وجدان وايي چې هغوی له ګډو امنیتي ځواکونو چې پکې پولیس، پوځ او ملي امینت ځواکونه شامل دي د نوروز جشن نمانځنې لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی او دوی همدارنګه په دې هڅه کې دي څو په دې ولایت کې د احتمالي پېښو مخنیوي وکړي.
د ده په وینا، په تېره یوه اونۍ کې دوی توانیدلي چې د وسله والو مخالفینو څلور ماینونه چې د شبرغان – بلخ، شبرغان – سرپل لویې لارې او شبرغان ښار کې د خلکو د امنیت ګډوډولو لپاره ځای پرځای کړي وو کشف او شنډ کړي.
د جوزجان امنیه قوماندان په وینا، امنیتي ځواکونو د شبرغان ښار څلورو خواوو کې د وګړو او موټرو د پلټنې لپاره پوستې رامنځته کړې دي.
ښاغلي وجدان خلکو ته ډاډ ورکوي چې نوروز جشن په ښه فضا کې ونمانځي او له هغوی غواړي څو د مشکوکو پېښو په اړه د دې ولایت پولیسو ته خبر ورکړي او د امنیت د ټینګښت په برخه کې ونډه پرځای کړي.
خبریاله: فریده امیني نظري