سمنګان کې بادام ګل میله ونمانځل شوه

Bawar Media CenterMarch 15, 2021225
310_Samangan

سمنګان ولایت کې نن سهار د دې ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا بادام ګل میله ونمانځل شوه چې پکې د دې ولایت سیمه ییزو چارواکو، شاعرانو، لیکوالانو، استادونو او ځوانانو ګډون کړی و.
د سمنګان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عزیزالرحمن قطره وایي، دا چې سمنګان د بادامو یو له لویو تولیدونکو شمېرل کېږي نو د دې ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هر کال دغه ورځ نمانځي.
ښاغلی قطره وايي، په یاده خپرونه کې شاعرانو، لیکوالانو او استادانو د دې ورځې د نمانځنې په تړاو خپل شعرونه او ادبي ټوټې د خپرونې ګډونوالو ته وړاندې کړل.
په همدې حال کې د سمنګان والي محمد داوود کلکاني چې په دې خپرونه کې وینا کوله ویې ويل، سمنګان د هېواد په کچه د بادامو د تولید په برخه کې ځانګړی ځای لري او همدارنګه یې زیاته کړه چې هغه تل فرهنګي خپرونو ته درناوی کړی او په پام کې لري چې دا برخې لا نور پرمختګ وکړي.
د یادولو وړ ده چې بادم ګل میله هره کال د سمنګان ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا نمانځل کېږي.
خبریال: شمس الدین میرزایي