بدخشان کې د نوروز نمانځلو لپاره امنیتي چمتوالی نیولی شوی

Bawar Media CenterMarch 16, 2021137
314_Badkhshan

د بدخشان امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نوروز ورځو د نمانځنې په موخه له ګډو امنیتي ځواکونو سره په پوره همغږۍ امنیتي چمتوالی نیول شوی څو خلک په ډاډمنه فضا کې د نوروز ورځې ونمانځي.
د بدخشان امنیه قوماندان جنرال محمد صادق مرادي وویل چې هغوی د ښار په دروازو کې د پلټنې پوستو رامنځه کولو سربېره د ښار د ګڼې ګوڼې ځایونو کې هم د نوروز مراسمو ترسره کېدو لپاره ځینې محدودیتونه زیات کړي څو له پېښېدونکو پېښو مخنیوی وشي.
په همدې حال کې د بدخشان امنیه قوماندان خلکو ته ډاډ ورکوي چې د نوروز ورځو د نمانځنې لپاره له مخکې بشپړ امنیتي چمتوالی نیول شوی او خلک باید په ډاډه زړه مراسم ونمانځي.
ښاغلی مرادي همدارنګه له خلکو غواړي چې د نوي لمریز کال د ورځو د لا غوره امنیت ټينګښت په برخه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري ولري او د شکمنو پېښو په هکله امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.
د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، تمه لري چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د جدیت او هڅو په پایله کې او د خلکو په همکارۍ وکولی شي د نوروز ورځو امنیت په سمه توګه ټينګ کړي.
خبریال: سمیع‌الله سیحون