بدخشان کې د کتابتونونو جوړېدلو سره کتاب لوستلو دود ته لیوالتیا ډېره شوې

Bawar Media CenterMarch 16, 2021135
312_Badkhshan

د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ ادارې چارواکي وايي چې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې دود ډېرېدو سره دا اداره هڅه کوي څو د کتابتونونو په جوړېدو سره د ځوانانو ترمنځ کتاب لوستلو لاره هواره کړي.
د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نقیب الله ثاقب‌یار وایي چې دم ګړۍ د بدخشان مرکز فیض اباد ښار عامه کتابتون سربېره د دې ولایت په ۵ ولسوالیو کې هم عامه کتابتونونه جوړ کړي دي څو د مطالعې مینوالو ته لا نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
د بدخشان ادارې رئیس زیاتوي:« زیات شمېر واړه کتابتونونه هم د سیمې اوسېدونکو او مدني بنسټونو لخوا جوړ شوي دي.» د هغه په وینا، دوی په دې هڅه کې دې څو دا لړۍ د بدخشان نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.
د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ ادارې چارواکي همدارنګه وايي چې کتاب لوستلو ته د ځوانانو لیوالتیا د کچې په ډېریدو سره، دې ادارې د کتاب راټولولو کمپاین په ترسره کولو سره هڅه کړې څو د دې ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د سیمې د اوسېدونکو په مرستې سره یو شمېر لوی او واړه کتابتونونه رامنځته کړي.
د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي چې د بدخشان مرکز فیض اباد ښارعامه کتابتون ته د مراجعینو کچه سلو تنو ته رسيږي او هغوی په پام کې لري څو د نورو مرستندویه بنسټونو، پانګوالو، فرهنګپالو او د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ د بدخشان ټولو ولسوالیو ته د کتابتونونو جوړېدو لړۍ وغځوي.
خبریال: سمیع الله سیحون