په هېواد کې د جګړې ډېرېدو په تړاو د بغلان د ځوانانو اندېښنه

Bawar Media CenterMarch 18, 2021221
316_Baghlan

د بغلان ولایت یو شمېر ځوانانو نن له غرمې مخکې په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او همدارنګه د سولې غوښتونکي شول.
دوی، ځوانان د ټولنې راتلونکي جوړونکي او د سولې سفیران وبلل او په ښکېلو خواوو یې غږ وکړ چې په هېواد کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
د بغلان ولایت یو تن ځوان عبدالکبیرغفاري د ټولنې په پرمختګ کې د ځوانانو ونډه اغېزناکه وبلله او په حکومت یې غږ وکړ چې د هېواد په راتلونکي کې د دوی دريځ روښانه کړي.
ورته مهال د بغلان والي اکبر بارکزي د امنیت ټینګښت او امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ځوانانو رول اغېزناک یاد کړ او زیاته یې کړه چې د هېواد د دشمنانو په وړاندې د خلکو له مال او ځانه د خپل سر په بیه دفاع کوي او نوموړي همدارنګه له ځوانانو وغوښتل چې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودریږي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی زیات شوی او هره ورځ خلک قرباني کېږي.