بلخ کې د نوروز جشن پیل شو

Bawar Media CenterMarch 23, 2021118
317-Balkh

د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۴۰۰ کال د لمانځلو مراسم د سیمه ییزو چارواکو او ګڼ شمېر خلکو په شتون کې د جنډۍ په پورته کېدو سره ترسره شول.
د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي مراسمو ته په خپلې وينا کې وويل، هغه سولې ته لیواله یوو چې جګړه او د افغانانو وژنه ودروي. نوموړي زیاته کړه چې د دولت بودېجه د جګړې پرځای باید د هېواد په بیارغونه ولګول شي.
د بلخ والي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل چې له اداري فساد سره مبارزه د ده له کاري لومړیتوبونو ده او د سیمه ییزې حکومتوالۍ د ښه والي لپاره یې ځینې پلانونه په پام کې نیولي چې پکې د غصب شوو ځمکو بېرته ترلاسه کول او د ښارګوټو له مالکانو سره قانوني چلند چې د قانون خلاف یې ښارګوټي جوړ کړي دي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مطيع الرحمان کريمي وايي چې د نوي کال په مناسبت يې بېلابېل فرهنګي، تفريحي او هنري پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي دي.
له بلې خوا، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلو مېلمنو د نوروز د امنیت د ټینګښت په برخه کې د امنیتي ځواکونو له هلو ځلو ستاینه وکړه او د دوی له ښه چلند څخه یې مننه وکړه او ویې ويل چې افغانان د سولې او ارامۍ غوښتونکي دي او غواړي چې د کال هره ورځ یې د نن په شان خوشاله واوسي.
خلک په داسې حال کې نوروز په مزارشریف ښار کې لمانځي چې تېر کال د کورونا وېروس د خپرېدو له امله دغه مراسم ترسره نشول.
خبریاله: مهناز موزون