بلخ کې د باختر سروزرو ګنجینې اثارو انځوریز نندارتون پرانیستل شو

Bawar Media CenterMarch 25, 2021163
319-Balkh

د بلخ ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مبارکه روضه کې د ۵ ورځو لپاره د باختر سرو زرو ګنجینې د انځورونو نندارتون پرانیست.
د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مطیع الرحمن کریمي وايي چې په دې نندارتون کې د باختر سرو زرو ګنجینې څلوېښت لرغونې ټوټې نندارتې اېښودل شوې دي څو ښاریان د هېواد د شته فرهنګي او لرغونو ټوټو په هکله چې معنوي او مادي ارزښت لري پوه ترلاسه کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په وینا، باختر سروزرو ګنجینه که څه هم په فزیکي بڼه په نورو هېوادونو کې نندارتې وړاندې شوې وه خو د امنیتي ګواښونو له امله، په بلخ کې یې یوازې انځورونه نندارې ته اېښودل شوي دي.
له بل لوري د هېواد ملي موزیم یو تن چارواکی مایل کریمي وايي، باختر سروزرو ګنجینه چې ۲۳۱ قلمه اثار لري او ډېری یې سره زر دي، په څورلسو هېوادونو او د نړۍ په ۲۹ موزیمونو کې نندارې ته وړاندې شوې وه چې له دې درکه ۳۵۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
په همدې حال کې ګډونوالو د دې نندارتون پرانیستل د خلکو د پوهې کچې لوړولو په برخه کې ګټور وباله او زیاته یې کړه چې د باخترګنجینې په هکله مو مالومات نه لرل او هغوی همدارنګه د دې شان نندارتونونو په ترسره کېدو ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکو په وینا، دم ګړۍ په بلخ کې ۶۰ لرغونې ځایونه شتون لري چې ۲۵ یې بیارغول شوي او پاتې نور یې په خپل لومړني حالت کې دي.
د یادولو ده چې باختر ګنجینه په ۱۹۷۸ زیږدیز کال کې د افغانستان او پخواني شوروي لرغونپوهانو لخوا شبرغان ښار طلا تپه کې وموندل شوه.
خبریاله: مهناز موزون