فاریاب کې له څلورو زرو بزګرو سره نغدي مرسته وشوه

Bawar Media CenterMarch 25, 2021207
318_Faryab

په فاریاب ولایت کې له څلورو زره بزګرو سره نغدي مرسته وشوه.
د فاریاب ولایت مقام مرستیال الحاج عبدالمقیم راسخ وويل، هر یو بزګر ته د خوړو نړیوال سازمان لخوا ۳۸۵۰ افغانۍ چې۵۰ ډالره کېږي مرسته ووېشل شوه.
ده زیاته کړه چې له دې ډلې بزګرانو څخه دوه زره او څلور سوه تنو ته څو موده مخکې اصلاح شوي بذری تخمونه او دوه ډوله کیمیاوي سره هم وېشل شوې وه.
د یادولو ده چې دا بزګران د دې ولایت د پښتونکوټ، المار، شیرین تګاب او دولت اباد ولسوالیو دي.
په همدې حال کې کوم شمېر بزګرانو چې دا مرستې ترلاسه کړې له دولت او مرستندویه بنسټونه غواړي څو د دوی سره لا نورې مرستې وکړي.
خبریال: احمد جاوید بیدار