د بلخ ولایت د برېښنا عدالت غوښتونکې ډلې له خلکو وغوښتل چې د برېښنا پیسې ورنکړي

Bawar Media CenterMarch 28, 2021200
321_Balkh

د بلخ برېښنا چارواکي د برېښنا د لوړې بیې د شکایتونو له امله یو خبري کنفرانس ترسره کړ او ویې ویل چې دوی د برېښنا د تعرفو د یو شان کېدو مسئولیت د چارو تنظیم ادارې ته سپارلی او برېښنا شرکت د تعرفو د یو شان کېدو صلاحیت نه لري.
د بلخ برېښنا شرکت رئیس حمیدالله حمیدي وایي چې ښاریان حق لري چې په دې هکله خپل غږ پورته کړي خو د برېښنا عدالت غوښتونکو ډلې په جوماتونو کې له خلکو غوښتې چې د برېښنا پیسې تحویل نه کړي او د دې له امله چې برېښنا وارداتي ده که یې پیسې پر وخت تحویل نشي په دې ولایت کې به د برېښنا د پرې کېدو لامل شي.
په همدې حال کې د بلخ ولایت د برېښنا یو تن عدالت غوښتونکی باور بامیک وایي، څو چې د دوی برېښنا لګښت بیه یو شان نشي، د برښنا پیسې نه تحویلوي او حتی پراخ لاریونونه به ترسره کړي او د بلخ برېښنا دروازې مخې ته به د تحصن خیمه ولګوي.
له دې سره هممهاله د بلخ ولایت اوسېدونکي د برېښنا لوړې بیې په برخه کې مرکزې حکومت د دې ولایت د اوسېدونکو په وړاندې په توپیریز چلند تورنوي.
دوی ادعا کوي چې برېښنا د دولتي چارواکو د کورونو او دفترونو څخه د پیسو راټولولو توان نه لري او له همدې کبله پر خلکو لګښت زیاتيږي.
د دوی په وینا، په ځلونو دا ستونزه له چارواکو سره شریکه شوې، خو د دې ستونزې د حل لپاره له ډېرو ژمنو سربېره تراوسه هم دې برخې ته پاملرنه نده شوې .
دا په داسې حال کې ده چې په بلخ کې د هر کېلوواټ برېښنا بیه ۶،۲۵ افغانۍ ده، د هېواد په ډېریو ولایتونو کې د یو کېلوواټ برېېشنا بیه خورا ټیټه ده.
خبریاله: مهناز موزون