جوزجان کې بي‌کیفیته درملو زیاتوالي د خلکو ترمنځ اندېښنې راپورته کړې

Bawar Media CenterMarch 29, 2021102
322_Jawezjan

د شبرغان ښار یوشمېر اوسېدونکي د بې‌کیفیته درملو له زیاتوالي او د ډاکټرانو لخوا د قیدي نسخو څخه شکایت لري.
هغوی وايي، په دې سره چې هغوی خپلو ناروغانو ته په لوړه بیه درمل اخلي خو د دې ترڅنګ چې اغېزناکه پایله نه لري هغوی ته نورې ستونزې هم را ولاړوي. هغوی همدارنګه له چارواکو غواړي څو دې برخې ته جدي پام وکړي او عملي چارې ترلاس لاندې ونیسي.
د جوزجان عامې روغتیا رئیس عبدالغفار خوشیوال وايي، هغوی د دې ادارې په څوکاټ کې د روغتیایي قوانینو څېړلو مدیریت رامنځته کړی چې په اونۍ کې درې ځله ټول درملتونونه او عمده پلورنکي ارزول کېږي او بې‌کیفیته او تاریخ تېره درمل راټولوي.
خوشیوال همدارنګه وايي چې دا مدیریت د ښار په کچه د ډاکټرانو د معاینه خانو د ارزونې په برخه کې فعالیت لري او د سرغړونې په صورت کې له هغوی سره قانوني چلند کېږي.
د جوزجان عامې روغتیا ریاست چارواکو په وینا، په تېرو درېو میاشتو کې ۳ ټنه بی‌کیفیته او تاریخ تېره درمل چې ۱۲۸ قلمه درمل کېږي د دې ریاست لخوا او اړوندو بنسټونو استازو په شتون کې لمنځه وړل شوی او همدارنګه د بی‌کیفیته درملو راټولولو لړۍ دوام لري.
خبریاله: فریده امیني نظري