مزارشریف ښار کې د عامه پوهاوي او چاپېریال ساتنې په هکله کمپاین ترسره شو

Bawar Media CenterApril 3, 202176
324_Balkh

یو شمېر ځوانانو په رضا کاره توګه د مزارشریف ښار د پاک ساتلو لپاره د عامه پوهاوي او انځورګرۍ کمپاین په لاره اچولی دی.
د یادې خپرونې یوې ترسره کوونکې ذاکره بخشي وايي، څرنګه چې د چاپيریال ساتنې وضعیت د خرابېدو لور ته روان دی او په دې برخه کې لږ کار او فعالیت ترسره کېږي دوی هم وغوښتل چې پدې مهمې برخې ته په رضاکارانه ډول کار وکړي.
نوموړې زیاته کړه چې دوی خپل فعالیتونه له ښوونځیو او پوهنتونونو پيل کړي او غواړي چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې د خلکو عامه پوهاوي کچه لوړه کړي چې تردم ګړۍ یې په مزارشریف ښار کې د عامه پوهاوي پنځلس کمپاینونه پلي کړي دي او د مزارشریف ښار د یوې ګڼې ګوڼې سیمې په یو دیوال یې د چاپېریال ساتنې په هکله انځور ګري کړې چې په دې انځور کې له خلکو غوښتل شوي چې خپل چاپېریال ته پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې د مزارشریف ښار اوسېدونکي وايي چې د چاپېریال ساتنې په هکله خلکو ته عامه پوهاوی لږ ورکړل شوی او د یوه پاک چاپېرال لپاره باید ډېر کمپاینونه په لاره واچول شي څو د خلکو پوهې کچه لوړه شي.
خبریاله: مهناز موزون