بلخ کې د ماین د خطرونو په اړه د پوهاوي ور کولو نړیواله نړیواله ورځ ونمانځل شوه

Bawar Media CenterApril 4, 2021204
325_balkh

شمال زون کې د ماین پاکۍ یو شمېر کارکوونکي، وايي په وروستیو کلونو کې د جګړې او ناامنۍ له کبله ډېرې سیمې په دې زون کې په ماینونو پوښل شوې دي.
چارواکي وايي چې په تېر یو کال کې ۲۰۹ ولسي وګړي د ماینونو او ناچاوده توکو له کبله په پنځو شمالي ولایتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا ټپیان شوي دي.
د ماین پاکولو هلوټرسټ موسسې د شمال او شمال ختیځ زون عملیاتي امر سید حسین وايي چې د دې ادارې کارکونکي په ټولو ستونزو سره سره په ماینونو او ناچاوده توکو پوښل شوې سیمې پاکوي خو د جګړې او ناامنۍ له کبله دا سیمې یوار بیا د جګړې ښکېلو ډلو لخوا په ماینونو پوښل کېږي.
هغه زیاتوي، جګړه ییز حالت کې هغوی ته کارکول ستونزمن دي او نشي کولی په ارامۍ سره ټولې سیمې له ماینونو پاکې کړي.
د اپریل څلورمه نېټه د ماین د خطرونو په اړه د پوهاوي ور کولو نړیواله ده او دا ورځ هرکال په افغانستان کې نمانځل کېږي او په دې ورځ له خلکو غوښتل کېږي چې په دې بهیر کې د ماین پاکۍ له کارکونکو سره مسته وکړي.
خبریاله: مهناز موزون