بلخ کې د ملي اردو د شهیدانو له ۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوه

Bawar Media CenterApril 5, 2021142
327_balkh

۲۰۹ شاهین قول اردو نن په بلخ ولایت کې د ملي اردو د شهیدانو له ۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان تورنجنرال ارکانحرب مصطفی وردګ مزارشریف ښار کې د دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پروګرام په مراسمو کې وويل، چې دا مرسته د ملي دفاع وزارت سرپرست په هدایت او د روژې مبارکې میاشتې رارسېدو په مناسبت په دې ولایت کې د ملي اردو د شهیدانو له ۲۰۰ کورنیو سره ترسره کېږي او دا لړۍ همداشان دوام لري.
د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي د ملي دفاع وزارت څخه د مننې ترڅنګ وويل چې که څه هم دا مرستې لږ دي خو ټینګار یې وکړ چې باید دا مرستې ډېرې شي.
هغه شمېر کورنیو چې دا مرستې ترلاسه کړې دي، د افغانستان دولت له دې مرستو د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې دا مرستې باید ډېرې شي.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت په پام کې لري څو په ټول هېواد د ملي اردو د شهیدانو له کورنیو سره مرسته وکړي او ډېر ژر به دا لړۍ د هېواد په درېو نورو شمالي ولایتونو کې هم پیل شي.
خبریاله: مهناز موزون