جوزجان کې د روژې مبارکې میاشتې رارسېدو په مناسبت د عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو

Bawar Media CenterApril 11, 202175
333_Jawezjan

د جوزجان ارشاد حج او اوقافو ریاست د روژې مبارکې میاشتې رارسېدو په مناسبت شبرغان ښار کې د عامه پوهاوي کمپاین په لاره اچولی دی.
د جوزجان ولایت ارشاد حج او اوقافو رئیس وايي چې د دې کمپاین موخه د روژې مبارکې میاشتې فضیلت په هکله عامه پوهاوی او د ملي سوداګرو همکاري ترلاسه کول څو په دې ولایت کې له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.
د یادونې ده چې د روژې مبارکې میاشتې رارسېدو په مناسبت د عامه پوهاوي کمپاین د دې ولایت د اوسېدونکو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.
خبریاله: فریده امیني نظري