سمنګان کې د مېرمنو لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو

Bawar Media CenterApril 11, 2021150
335_SAMANGAN

سمنګان ولایت کې د تهمینه تفریحي پارک لخوا او د سویډن کمېټې په همکارۍ په دې ولایت کې د مېرمنو لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو.
د سمنګان والي محمد داوود کلکاني چې د دې نندارتون پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی و د ښځو لاسي صنایعو محصولاتو غرفو څخه د لیدنې ترڅنګ وويل چې هغه له دې ډول خپرونو بشپړ ملاتړ کوي.
د یاد نندارتون ترسره کوونکې ماریه عظیمي وايي د دې لپاره چې کورني تولیدات وده وکړي او له مېرمنو ملاتړ وشي دا خپرونه یې جوړه کړې ده هغې همدارنګه وویل یاد نندارتون د دې ولایت د اوسېدونکو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.
په همدې حال کې سوداګرو مېرمنو چې په دې خپرونه کې خپل لاسي صنایع د خرڅلاو لپاره نندارې ته اېښي دي وايي چې د مېرمنو لاسي صنایعو ته د بازارموندنې په برخه کې دولت باید له دوی سره مرسته وکړي.
د بازار نشتوالی، سوداګرو مېرمنو څخه د دولت د جدي ملاتړ نشتون او د صنعت کاره مېرمنو د لوړ ظرفیت فرصتونو نشتوالی په سمنګان کې د سوداګرو مېرمنو لپاره اصلي ننګونې دي.
د سمنګان د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون په دغه ولایت کې د سوداګرو مېرمنو ملاتړ لومړۍ خپرونه ده چې په 1400 کې ترسره شوې او د سمنګان تهمینه پارک کې تر دو نورو ورځو به دوام ولري.
خبریال: شمس الدین میرزایي