سرپل کې ۱۱۰۰ کیلوګرام نشه يي توکي وسوځول شول

Bawar Media CenterApril 17, 2021114
340_Sarepul

ملي پولیسو په سرپل ولایت کې ۱۱۰۰ کیلوګرام بېلابېل ډوله نشه یي توکي د ولایت مقام ټاکل شوي پلاوي او رسنیو په شتون کې نن له غرمې مخکې وسوځول.
د سرپل امنیه قومانداني د امنیت امر سمونوال شاه میرزا صوفي زاده باور ته وویل چې په سوځول شویو نشه‌يي توکو کې تریاک، هیرویین، شیشه، تابلیت کا، او الکولي مشروبات شامل دي چې په تېر یوکال کې د امنیه قوماندانۍ د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې مدیریت د ۲۶ ځانګړو عملیاتو په پایله کې کشف او نیول شوي وو.
د صوفي زاده په وینا، د دې پېښو په تړاو ۲۷ تنه نیول شوي او د دې ولایت عدلي او قضایي بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم ملي پولیسو په سرپل ولایت کې د څه باندې ۱۵۰۰ کیلوګرام بېلابېل ډوله نشه یې توکو له نیول کېدو خبر ورکړی وو.
خبریال: محمد یونس نعیمي