جوزجان کې د ورېښمو صنعت وده کړې

Bawar Media CenterApril 19, 202151
341_Jowzjan

د ورېښمو چینجي روزنې کاروبار په جوزجان ولایت کې د کلیوالو مېرمنو ترمنځ ځانګړی ځای موندلی چې دم ګړۍ دوه سوه کلیوالې مېرمنې په دې برخه کې کار کوي
د جوزجان کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ برخې امر فخرالله حلیم زی وايي چې دوی تېر کال د ورېښمو چینجي ۷۵ جعبې ۱۲ کیلو ګرام هګۍ پر مېرمنو وېشلي دي چې له دې شمېر څخه دوی ۷۵۰ کیلو ګرام د ورېښموغوزې ترلاسه کړي چې د هېواد په کچه یې لومړی ځای خپل کړی دی.
د حلیم زي په وینا، کوم شمېر مېرمنې چې د ورېښمو چینجي روزنې په برخه کې فعالیت لري کولی شي په دو میاشتو کې له دې لارې ۷ زره افغانۍ عاید ترلاسه کړي.
نوموړي له همکارو بنسټونو او خصوصي سکتور څخه وغوښتل څو د ورېښمو چینجیو روزنې په برخه کې کلیوالې مېرمنې وهڅوي او د هغوی لاسنیوی وکړي.
ورېښمو چینجی یو له هغو ګټورو حشراتو دی چې د ورېښمو د تولید له لارې د غالۍ اوبدلو او نساجۍ په صنایعو کې ځانګړی ځای لري او له همدي امله یې د خلکو او په ځانګړي توګه کلیوالو مېرمنو پام یې ځانته را اړولی دی.
خبریاله: فریده امیني نظري