د جوزجان افغان ګاز دولتي شرکت عواید به روان۱۴۰۰ کال څه باندې یو میلیارد افغانۍ ته ورسیږي

Bawar Media CenterApril 21, 2021120
343_Jawzjan

د جوزجان ولایت افغان ګاز دولتي شرکت عواید به د ترتیب شوي پلان پر بنسټ سږ۱۴۰۰ کال له اووه سوه میلیونه افغانۍ، یو میلیاردو یوسلو پنځه اویا میلیونه افغانۍ ته لوړ شي.
د افغان ګاز دولتي شرکت رئیس انجنیر عبدالقیوم وايي، د دې ادارې عواید په داسې حال کې د نوي کال پلان کې شاملیږي چې د بیات برېښنا شرکت او د مزارشریف کود او برق فابریکې ته د ګازو پلور کچه لوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې دم ګړۍ په یوه شپه او ورځ کې د سلفر د تجرید دستګاه له لارې ۶ سوه زره متر مکعب ګاز د مزارشریف د کود او برق او د بیات پاور توربینونو د لګښت لپاره پروسس او چمتو کېږي.
د نوموړي په وینا، افغان ګاز دولتي شرکت دم ګړۍ د ګازو له ۳۲ څاګانو او څلورو باشی کورد، جرقدوق، شکرک او خواجه گوگردک کانونو څخه د مشتریانو د اړتیا وړ ګاز برابروي.
د شبرغان ښار کې د ګازو ۷۷ غیرفعاله څاګانې شتون لري او اوسمهال د افغان ګاز دولتي شرکت کارکوونکي او انجنیران د خواجه ګوګردک په سیمه کې د پنځو نورو څاګانو د فعالیدو په برخه کې کار کوي.
خبریاله: فریده امیني نظري