بدخشان کې د هایدرولوژي او نوې ټیکنالوژۍ لګولو سره د اوبو سرچینو مدیریت وده کړې

Bawar Media CenterApril 22, 2021136
344_Badkhshan

د بدخشان د سیندونو د فرعي حوزو چارواکي وايي چې هغوی د دې ولایت د امو او کوکچه سیندونو پر سر د واورو او اوبو سنجونې د ۳۰ دستګاوو لګولو ترڅنګ په نږدې وختونو کې ۵ نورې کیبلي دستګاوې هم لګولي دي څو د اوبو حرکت او د اوبو سرچینو وړتیا څرګنده کړي.
د دوی په وینا، بزګرانو ته د اوبو د کموالي او زیاتوالي کچې خبرداری، په کال کې د اوبو د جریان د اندازې پربنسټ د کرنیزو چارو سمبالول، د اوبو د سرچینو سروې کول او د بندونو جوړولو او د انرژۍ د تولید لپاره د اوبو د زیرمو د حجم پېژندل له هغو لویو موضوعاتو څخه دي چې له دغو دستګاوو په ګټه اخیستنې سره ترسره کېږي.
د اشکاشم سین فرعي حوزې رئیس انجنیر مجیب قرباني وايي چې یادو دستګاوو لګول د امو سین په اوږدو کې له واخان ولسوالۍ پيل بیا تر اشکاشم، شغنان، نسي، کوفاب او مایمي لګول شوې دي.
چارواکي وايي چې د یادو دستګاوو په لګولو سره دم ګړۍ بزرګران کولی شي چې خپلې ټولې کرنیزې چارې د اوبو او واورو د کموالي او زیاتوالي کچې پربنسټ سمبال کړي.
خبریال: سمیع‌الله سیحون