کندوز کې د ملي اردو ځواکونو د شهیدانو له کورنیو سره مرسته وشوه

Bawar Media CenterApril 24, 202137
347_Kunduz

۲۱۷پامیر قول اردو د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په کندوز ولایت کې د ملي اردو ځواکونو د شهیدانو له کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
۲۱۷پامیر قول اردو قوماندان جنرال محمدعلی یزداني وايي، په دې مرستو کې د یو جلد قرآن عظیم الشان او یو تخته جای نماز سربېره لس قلمه خوراکي توکي شامل دي چې هرې یوې کورنۍ ته یوه بسته ووېشل شول.
د شهیدانو کورنیو د قول اردو له دې مرستې د مننې ترڅنګ هغوی ته د دې شان مرستو د دوام غوښتنه وکړه او همدارنګه یې له طالبانو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي.
په همدې حال کې د کندوز والي عبدلستار میرزکوال د هغه کورنیو ستاینه وکړه چې خپل بچیان یې د افغانستان د دفاع، خپلواکۍ او د دې هېواد د ارزښتونو په لار کې قربان کړي او له هغوی سره یې د لا نورو همکاریو ژمنه هم وکړه.
خبریال: عنایت الله خلیق