بلخ کې د سولې ولسي حرکت ناسته ترسره شوه

Bawar Media CenterApril 25, 202132
375_Balkh

د سولې ولسي حرکت مزارشریف ښار کې «بهرنيان وځي؛ نور جنګ د څه لپاره؟» تر نامه لاندې یوه خپرونه په لاره اچولې ده.
د خپرونې ترسره کوونکی جلال الدین شیرزاد وايي چې دا حرکت سربېره پر بلخ، د هېواد په ۲۵‌ولایتونو کې هممهاله د سولې د ټینګښت لپاره په لاره اچول شوی دی.
ښاغلی شیرزاد همدارنګه زیاتوي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په افغانستان کې د طالبانو جګړې دوام ته هېڅ پلمه نه پاتې کېږي نو له همدې کبله باید په ټول هېواد کې اوربند ټینګ شي.
په همدې حال کې د دې حرکت ګډونوال وايي چې د بېګناه خلکو له وژنې او په هېواد کې د ناروا جګړې له دوامه ستړي شوي، د اوربند او یوې تلپاتې سولې غوښتونکي دي.
د یادولو ده چې د سولې ولسي حرکت پرېکړه لیک کې راغلي دي چې په افغانستان کې په تېره شل کلنه جګړه کې څه باندې ۲سوه زره ماشومان، شځې او نارینه افغانان او شاوخوا ۳ زره بهرنیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې یو تریلیون ډالر په دې هېواد کې لګول شوي دي همدارنګه د بېوزلۍ کچه لوړه شوې او په دې موده کې د افغانستان خلکو ونشوی کړی چې سوله تجربه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ويل کېږي په استانبول کې د سولې خبرې اترې له کوچني اختر وروسته ترسره کېږي.
خبریاله: مهناز موزون