د بدخشان پوهنې ریاست د درسي کتابونو له نشتونه سرټکوي

Bawar Media CenterApril 25, 202140
376_badakhshan

د بدخشان د ډېریو ښوونځیو مسئولین او زدکوونکي وايي، درسي کتابنونو ته د هغوی د لاس رسي کچه لس سلنو ته هم نه رسیږي او ډېری زدکوونکي د زده کړې روان بهیر پرته له کتابونو پرمخ بیايي.
د بدخشان په شهدا ولسوالۍ کې د زین الدین شهید لیسې مدیر محمد ابراهیم وايي چې د کتابونو نشتون په ټولو ښوونځیو په ځانګړي ډول د ده تر مدیریت لاندې ښوونځي کې هم د زده کړې بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
د بدخشان پوهنې ریاست چارواکي هم د دې موضوع پخلي سره وايي چې دا ستونزه د هېواد پوهنې وزارت اړوند سره تعلق لري چې ډېر ژر به حل شي.
د بدخشان د پوهنې رئیس روح الله محقق وايي چې د درسي کتابونو نشتون او کمښت ستونزه یې د پوهنې له وزارت سره شریکه کړې او یاد وزارت همدارنګه ډاډ سپارلی دی چې دا ستونزه به د همدې کال ترپایه حل شي.
د پوهنې وزارت چارواکو ویلي دي چې د درسي کتابونو د چاپولو هوکړه لیک وروستی شوی او په پام کې ده چې ډېر ژر به چاپ شوي کتابونه د زده کوونکو په واک کې ورکړل شي.
خبریال: سمیع‌الله سیحون