سمنګان کې د ۳۰۰ هکتاره ځنګلونو بیارغولو چارې پيل شوې

Bawar Media CenterApril 25, 202173
377_samangan

د سمنګان کرنې رئیس محمدرحمان ارغندیوال وايي چې د دې خپرونې اصلي موخه د ځنګلونو او طبیعي ځایونو بیارغول او د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.
ښاغلی ارغندیوال د دې پروژې ارزښت ۴۹۵زره یورو یادوي چې د المان هېواد لخوا ورکول کېږی نوموړی همدارنګه زیاتوي چې د دې پروژې چارې دوه کاله په ایبک ښار او درې کاله د دې ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې کېږي.
له بلې خوا، د سمنګان ولایت اوسېدونکي د دې پروژې پیل د سلګونو وزګارو کسانو لپاره په دې ولایت کې یو ګټور ګام یادوي.
د ځنګلونو د بیارغولو پروژه په داسې حال کې د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار او حضرت سلطان ولسوالۍ کې پلي کېږي چې د سمنګان کرنې ریاست چارواکي وايي چې په راتلونکي کې ۳۰۰هکتاره ځمکه پر ځنګلونو وپوښل شي.
خبریال: شمس الدین میرزایي