بلخ کې د ځمکني توتانو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی

Bawar Media CenterApril 26, 202137
378_balkh

د بلخ کرنې ریاست چارواکي په دې ولایت کې د ځکني توتانو د حاصلاتو له زیاتوالي خبر ورکوي وايي چې د مناسب اقلیم له کبله ځمکني توتان په بلخ کې ښه حاصل ورکوي او له همدې امله یې په دې ولایت کې کرکېله زیاته شوې ده.
د بلخ کرنې رئیس محمد سالم ساعي وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې د بلخ ولایت د توتانو حاصلاتو د پام وړ وده کړې او د دې ریاست د شمېرو له مخې اوسمهال په دې ولایت کې سل جریبه ځمکه د ځمکني توتانو د کرکېلې لپاره ځانګړې شوې چې له هر جریب ځمکې په منځني ډول په یوه ورځ کې ۱۵۰ کیلوګرام حاصل ترلاسه کېږي.
د ده په وینا، ځمکني توتان سربېره پر بلخ په نورو اړوندو ولایتونو کې هم پېرل کېږي.
د ځمکني توتانو د ښځینه ټولنې مشره شکیبا فیض وايي چې ښځینه له نارینه ډېرې د توتانو کښت ته لیواله دي او له دې لارې ښه عواید ترلاسه کوي.
د کروندګرو په وینا، د ځمکني توتانو هره ۳۰۰ تر ۶۰۰ ګرامه کڅوړه په بازار کې د ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د یادولو ده چې د بلخ کرنې ریاست چارواکو په وینا، پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې له بلخ ولایت ځمکني توتان اړوندو هېوادونو ته صادر شي.
خبریاله: مهناز موزون