بغلان کې د کار په بدل کې د خوراکي توکو پروګرام پرانیستل شو

Bawar Media CenterApril 29, 202128
382_Baghlan

د ۸۰ ټنه غنمو د ویشلو لړۍ، پرشاوخوا ۳۶۰۰ کسانو چې د کار په بدل کې د خوراکي توکو پرورګرام کې یې چې د پلخمري بالادوري کانال پاک کارۍ کې برخه اخیستې وه، پیل شوه.
د بغلان ولایت مرستیال ذبیح الله احساس د غنمو د وېشلو په مراسمو کې وویل چې په دې خپرونه کې سربېره پر دې چې یاد کانال له کثافاتو پاک شو، ۳۶۰۰ کسانو ته د دولت لخوا د کار زمینه هم برابره شوې ده.
ده زیاته کړه چې دولت هڅه کوي څو د بېکارۍ او بېوزلي کچه راټيټه کړي څو بېوزله کورنیو ته د دې شان خپرونو له لارې کاري فرصتونه برابر کړي.
د بغلان ولایت د سیندونو حوزې رئیس آصف الله رحیمي وايي چې د یاد کانال د پاککارۍ سره زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شوې او ده همدارنګه له هغه ټولو کورنیو څخه چې د کانال شاوخوا کې ژوند کوي وغوښتل چې کانال ته د کثافاتو ور اچولو څخه ډډه وکړي.
هغه شمېر کارګرانو چې د کار په بدل کې د خوراکي توکو پروګرام برخه اخیستې ده وايي چې د دې مرستې په ترلاسه کولو سره یې تر یو بریده د ژوند اقتصادي ستونزې حل کېږي.
د پلخمري بالا دوري کانال د بغلان ولایت له مهمو کانالانو دی چې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ودې په برخه کې بنسټیز رول لري چې دمګړۍ څو کاله وروسته له کثاقاتو پاک شو.