په سمنګان کې لسګونه مېرمنې د مرخیړیو د تولید له لارې خپل ژوند پرمخ بیایي

Bawar Media CenterApril 29, 202129
381_Samangan

د سمنګان کرنې ریاست چارواکي وايي چې اوسمهال لسګونه ښځې په دې ولایت کې د مرخیړیو د کښت او تولید له لارې ژوند پرمخ بیایي.
د سمنګان کرنې ریاست د ترویج مدیر نجیب الله جویا وايي چې د همکارو موسسو په مرسته نږدې دېرشو مېرمنو ته د مرخیړیو د کښت ټول توکي وېشل شوي دي چې دا چاره به د کاري موخو موندلو لپاره مېرمنو سره مرسته کوي.
جویا وایي، مرخیړی سربېره پر دې چې پروټین لري، بېلابېل ويټامینونه هم لري او مېرمنې کولی چې خپله ځینې ګټه پورته کړي او یا یې هم بازار ته وړاندې کړي.
په همدې حال کې کوم شمېر مېرمنې چې د مرخیړیو د تولید په برخه کې بوختې دي، کرنې له ریاست څخه مننه کوي چې ورته یې د مرخیړیو د کښت او تولید په برخه کې روزنه ورکړې.
دا مېرمنې له دولت غواړي چې د روزنیزو پروګرامونو په ترسره کولو سره مېرمنو ته د کارکولو نورې زمینې هم باید برابرې کړي.
په داسې حال کې مېرمنې په سمنګان ولایت کې د مرخیړیو کښت ته مخه کوي چې اوسمهال نږدې درې زره مېرمنې په دې ولایت کې د کرنې په برخه کې فعالیت لري.
خبریال: شمس‌الدین میرزایي