جوزجان کې یوه مېرمن د پولیسو د سمت امره شوه

Bawar Media CenterMay 2, 202122
384_jowzjan

د لومړي ځل لپاره یوه مېرمن شبرغان ښار د پولیسو د پنځم سمت د امرې په توګه ګمارل شوې ده.
دوهم څارن نجیبه نور دلاوري چې له شپږو کلونو راپدېخوا د جوزجان ولایت د امنیتي ځواکونو لیکو کې دنده پرمخ بیايي د یوې بېسارې کړنې په ترڅ کې د شبرغان ښار د پولیسو د پنځم سمت د امرې په توګه وګمارل شوه.
د جوزجان امنیه قوماندان مل پاسوال خواجه غلام جیلاني ابوبکر وايي چې د کورنیو چارو وزارت د اړتیا پر اساس او ولایت مقام امنیتي پرېکړې پربنسټ اغلې دلاورې د پنځم سمت د امرې په توګه تعین بست شوې ده.
په همدې حال د جوزجان امنیه قوماندان د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو له وړتیاوو خوښي څرګندوي او په هر ډول حالاتو کې ښځینه پولیسو ته د همکارۍ ډاډ ورکوي.
د جوزجان والي هاشم رئیس هم د یادي افسرې پر ګمارنې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د کورنیو چارو وزارت له دې کړنې ستاینه کوم.
د ابوبکر په وینا، دمګړۍ په جوزجان ولایت کې څه باندې سل مېرمنې د پولیسو په لیکو کې فعالیت لري چې د ښار امنیت د ټينګښت او ترهګریزو ډلو د نیولو په برخه کې فعاله ونډه لري.
خبریاله: فریده امیني نظري