جوزجان کې د اختر د نمانځنې لپاره امنیتي چمتوالی روان دی

Bawar Media CenterMay 3, 202124
387_Jowzjan

د جوزجان امنیه قوماندانۍ پولیسو د کوچني اختر د نمانځنې په موخه په دې ولایت کې د ځانګړو امنیتي تابیاوو خبر ورکوي.
د جوزجان امنیه قوماندان مل پاسوال خواجه غلام جیلاني ابوبکر وايي چې د امنیتي پوستو پولیس سربېره پر دې چې د ښار او اړوندو سیمو د امنیت د ټینګښت دنده پرغاړه لري، ګډو ځواکونوهم د شبرغان ښار دروازو، ښار او کلیو کې چیک پاینټونه په لاره اچولي دي.
د جوزجان امنیه قوماندان په وینا، دې ځواکونو ښاریانو ته د غوره امنیت راوستو په موخه د ښار په بېلابېلو سیمو او کلیو کې سیارې ګزمې هم ترلاس لاندې نیولي دي.
ښاغلی ابوبکر د دې ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې خلک کولی شي د اختر په ورځو کې په ارام سره تګ او راتګ وکړي، خو له هغوی څخه غواړي چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د شکمنو کسانو او توکو په لیدلو سره هغوی ته خبر ورکړي.
د جوزجان پولیس همدارنګه له کورنیو څخه تمه لري چې خپلو ماشومانو ته د لارښونه وکړي څو د اختر په ورځو کې له پټاقۍ او نورو چاودېدونکو توکو ګټه پورته نه کړي.
د جوزجان امنیه قوماندان خبرداری ورکوي چې د عامه نظم ګډوډنکو سره به قانوني چلند وشي.
خبریاله: فریده‌ امیني نظري