سمنګان کې د کوچني اختر لپاره ځانګړې امنیتي تابیاوې نیول شوې

Bawar Media CenterMay 3, 202124
385_Samangan

د سمنګان پولیس د کوچني اختر د رارسېدو په درشل کې امنیتي تابیاوې زیاتې کړې دي.
د سمنګان امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالمنیر رحیمي باور ته وايي چې په مرکز ایبک ښار او د سمنګان – مزار لویې لارې په اوږدو کې د دې ولایت د پولیسو لخوا چیک پاینټونه، ثابتې او سیارې ګزمې په جدي توکه ترسره کېږي.
رحیمي وايي چې د اختر په ورځو کې به د ټولو مقدسو ځایونو لکه جوماتونو، زیارتونو، تفریحي او لرغونو ځایونو او همدارنګه د خلکو د ګڼې ګوڼې ځایونو د امنیت د ټینګېدو خبر ورکوي.
د سمنګان امنیه قوماندانۍ ویاند له ښاریانو غواړي چې د مشکوکو پېښو د لیدلو په پرمهال د پولیسو یوې نږدې حوزې ته خبر ورکړي او یا هم د پولیسو ۱۱۹ شمېرې سره په اړیکه کې شي.
د سمنګان پولیس په داسې حال کې د کوچنې اختر د رارسېدو ته د ځانګړو امنیتي تابیاوو خبر ورکوي چې د تېرو دو میاشتو په پرتله د ایبک ښار امنیتي وضعیت کې بدلون راغلی او د جنایي جرمونو کچه هم را ټیټه شوې ده.
خبریال: شمس‌الدین میرزایي