سمنګان کې ۲ ټنه بې‌کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي راټول شوي

Bawar Media CenterMay 3, 202127
388_Samangan

د سمنګان عامې روغتیا ریاست چارواکي په دې ولایت کې د بې‌کيفیته او تاريخ تېرو خوراکي توکو له راټولولو خبر ورکوي.
د سمنګان عامې روغتیا ریاست د محیطي روغتیا کمېټې مسئول ډاکټرعبدالخلیل رسولي وايي، څه باندې ۲ ټنه بې‌کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي او نوشابې یې د ایبک ښار له هټیو راټول کړي دي چې ډېر ژر به وسځول شي.
ښاغلی رسولي زیاتوي چې دا کړنه یې د خوراکي توکو د پېراو پلور د ارزونې کمېټې سره په همکارۍ ترسره کړې.
بل لوري ته د سمنګان اوسېدونکي د عامې روغتیا ریاست د دې کړنې څخه مننه کوي وايي، د بې‌کيفیته او تاريخ تېرو خوراکي توکو له پلورونکو سره باید قانوني چلند وشي او د دې توکو پلور چې د ناروغیو د شمېر زیاتوالي لامل ګرځي مخنیوی وشي.
د سمنګان عامې روغتا ریاست په داسې حال کې د دې ولایت په مرکز کې د بې‌کيفیته او تاريخ تېرو خوراکي توکو له راټولولو خبر ورکوي چې په پام کې ده ډېر ژر د سمنګان په ولسوالیو کې هم د پېر او پلور ارزونې کمېټه پرانیستل شي.
خبریال: شمس‌الدین میرزایي