بلخ کې د رسنیو نړیوالې ورځ ونمانځل شوه

Bawar Media CenterMay 4, 202122
390_Balkh

د بلخ میدیوتیک د (مې درېیمه) د رسنیو نړیواله ورځ ونمانځله.
د بلخ میدیوتیک همغږي کوونکی محمد صابر نقشبندي رسنۍ د بشري ټولنې د سږو په توګه یادې کړې او په معاصره نړۍ کې یې د ازادو رسنیو نشتوالی د انسانانو د خفه کېدو نوم ورکړ.
ده زیاته کړه، په اوسنیو حالاتو کې تمه دا ده چې د سولې بهیر په درشل کې، په افغانستان کې د رسنۍ لرونکو، او د رسنیو د ازادي ځانګړی ځای بدلون ونکړي.
د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مطیع الرحمن کریمي، د بیان ازادي او رسنۍ د افغانستان د دو لسیزو لویې لاسته راوړنې یادې کړې او ټينګار یې وکړ چې بلخ ولایت کې خبریالانو ته د مالوماتو ته د اسانه لاسرسي پر لارو چارو هڅې روانې دي او ده همدارنګه هغه دولتي ادارو ته چې رسنیو ته د مالوماتو له ورکړې ډډه کوي خبرداری ورکړ چې له قانوني چلند سره به مخ شي.
بلخوا، په شمال کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسئول محمدبشیرانصاري وایي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د درې سوه ښځینه خبریانو په ګډون نږدې زرو تنو خبریالانو خپلې دندې پرېښې او یا هم له افغانستانه بهر شوي چې له دې ډلې ۷۹ تنو په بلخ، ۵۹ په جوزجان، ۳۸ په فاریاب او ۸ تنو هم په سمنګان ولایت کې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
انصاري ټینګار کوي چې ناامنۍ او هدفۍ وژنې د هېواد په رسنیو کې د ځان سانسورۍ لامل شوې اوله دې هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان راتلونکي په هکله د خبریالانو اندېښنې راپورته کړي دي.
د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په دې وروستیو کې زیات شمېر رسنۍ په هېواد کې د اقتصادي ستونزو له کبله فعالیت نشي کولی.
خبریاله: مهناز موزون