بدخشان کې د اختر ورځو د نمانځنې لپاره ځانګړی امنیتي چمتوالی نیول شوی

Bawar Media CenterMay 8, 202193
394_Badakhshan

د بدخشان امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي چې د کوچني اختر ورځو د امینت تینګښت لپاره یې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې بشپړ امنیتي چمتوالی ترلاس لاندې نیولی څو د اختر په ورځو کې د احتمالي ګواښونو څخه مخنیوی وکړی شي.
د بدخشان امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني وويل چې ګډو امنیتي ځواکونو شدید امنیتي چمتوالی ترلاس لاندې نیولی او سیارو ګزمو او چک پاینټونو په رامنځه کولو سره په دې هڅه کې دي څو د اختر ورځو امنیت په سمه ټوګه ټینګ کړي.
د بدخشان امنیه قوماندانۍ ویاند د دې ولایت اوسېدونکو ته ته ډاډ ورکوي چې د کوچني اختر ورځو د امنیت ټينګښت لپاره د هغوی لخوا بشپړ امنیتي چمتوالی نیول شوی او خلک باید په ارام خاطر سره له هر ډول اندېښنې پرته د اختر په مراسمو کې ګډون وکړي.
په همدې حال کې د بدخشان اوسېدونکي د کوچني اختر ورځو د امنیت تینګښت په برخه کې د امنیتي ځواکونو کړنې ستایي او وايي چې هغوی د امنیتي ځواکونو پر توانمندۍ پوره باور پيدا کړی دی.
د بدخشان امنیتي چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونه په پوره توانمندۍ سره د کوچني اختر ورځو د امنیت ټینګښت لپاره هلې ځلي کوي.
خبریال: سمیع‌الله سیحون