امنیتي ځواکونو جوزجان کې پر کارګرو ماشومانو اختریزې جامې او قرطاسیه ووېشل شوې

Bawar Media CenterMay 9, 202175
402_Jowzjan

یوشمېر امنیتي ځواکونو جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار کې پر۵۰ تنو کارګرو ماشومانو د اختریزې جامې او قرطاسیه وویشلې.
د جوزجان امنیه قوماندانۍ ویاند احمدمسعود ندیم وايي، دغه مرستې چې د ماشومانو لپاره قرطاسیه، جامې او نور اړین توکي پکې شامل دي د یو شمېر سرتېرو او افسرانو لخوا په ناڅاپي ډول اخیستل شوي او پر هغه ماشومانو ویشل شوي دي چې د بېوزلۍ له کبله لاس په درنو کارونو وهي.
هغه د شبرغان ښار له اوسېدونکو غواړي چې د یو جوړه جامو په اخیستو سره د کارګرو ماشومانو په شونډو د موسکا لامل شئ.
ورته مهال هغه شمېر کارګرو ماشومانو چې یادې مرستې ترلاسه کړي وايي چې دوی خوشاله دي چې راروان اختر نوې جامې لري او هغوی وايي چې غواړي زدکړې وکړي او په راتلونکي کې د سرتېرو او افسرانو په څېر خلکو او هېواد ته خدمت وکړي.
ټولینز کارپوهان په شمالي ولایتونو په ځانګړي توګه جوزجان کې د سړک پر سر د کارګرو ماشومانو زیاتوالي کچې لوی لامل ناامني او بېوزلي یادوي.
خبریاله: فریده امیني نظري