بغلان کې د اختر ورځو نمانځنې لپاره امنیتي چمتوالی نیول شوی

Bawar Media CenterMay 9, 202181
399_Baghlan

د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې مېښت امنیتي او دفاعي ځواکونه د کوچني اختر ورځو د امنیت د ټینګښت لپاره د بشپړ امنیتي چمتوالي خبر ورکوي.
د بغلان امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت وايي چې د دې ولایت په مرکز، ولسوالیو او عمومي لویې لارې په اوږدو کې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا بشپړ امنیتي چمتوالی نیول شوی څو خلک اختر په ډاډمنه فضا کې ونمانځي.
نوموړی زیاتوي چې په دې وروستیو کې د خلکو دښمنانو د دې ولایت عمومي لویې لارې او ولسوالیو باندې پراخ بریدونه ترسره کړل چې د خلکو په همکاري د هغوی بریدونه په شا وتمبول شول او وضعیت دم ګړي امنیتي ځواکونو کنترول کې دی.
ښاغلي بشارت د بغلان ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې د هغوی امنیت په بشپړ ډول ټینګ شوی دی او له خلکو غواړي څو د مشکوکو فعالیتونو په لیدلو سره له پولیسو سره همکاري وکړي څو د خونړیو پېښو مخنیوی وشي.
د بغلان اوسېدونکي د امنیت ټینګښت د ټولنې د هر وګړۍ مسوولیت یاد کړ او له پولیسوسره یې پر دوامداره همکارۍ ټینګار وکړ.
افغان امنیتي ځواکونه په داسې حال کې د کوچني اختر ورځو د امنیت چمتوالي خبر ورکوي چې د بغلان سلګونه اوسېدونکو د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ په موخه د وسله والو په وړاندې وسله پورته کړې او له خپلو سیمو دفاع کوي.