د سرپل والي د یاد ولایت ځایي رسنیو له خبریالانو سره ولیدل

Bawar Media CenterMay 9, 202162
397_Sarepul

د سرپل والي نن د دغه ولایت له سیمه ییزو رسنیو چارواکو او خبریالانو سره په کتنه کې د دوی ننګونې او ستونزې وڅیړلې او د حل لپاره یې د هغوی سره ژمنه وکړه.
په سرپل کې د یو شمېر خصوصي رسنیو خبریانو د ناامنۍ زیاتېدل، د ځینو څرګنده کړیو لخوا د خبریالانو ګواښونه، اړینو اطلاعاتو ته نه لاسرسی، د دولتي ادارو نه همکاري، په ځانګړي توګه امنیتي سکتور او له رسنیو د ځايي چارواکو نه ملاتړ هغه ستونزې او ننګونې یادې کړې چې د دې ولایت خبریالان ورسره لاس او ګریوان دي.
په دې ناسته کې خبریالانو د سرپل له والي وغوښتل چې د شته ستونزو او ننګونو پر وړاندې باید جدي او عملي ګرنې ترلاس لاندې ونیسي.
په همدې حال کې د سرپل والي قربانمراد مراد د دې ترڅنګ چې د رسنیو په وړاندې کم کاري ومنله وویل چې د خصوصي رسنیو د ځان، مال او مرکزونو د امنیت تینګښت د ځايي ادارې مسئولیت دی او په دې برخه کې اړینې تابیاوې نیول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې په سرپل کې د یوې خصوصي رسنۍ کارکونکې نوریه تابش د ناپېژاندو کسانو لخوا د خپل کور په مخ کې په ‌ډزو ووژل شوه.
خبریال: محمدیونس نعیمي