فاریاب کې پر اړمنو کورنیو د خوراکي توکو بستې ووېشل شوې

Bawar Media CenterMay 9, 202151
396_Faryab

د فاریاب ولایت قرمقول ولسوالۍ کې پر ۱۱۵۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو بستې ووېشل شوې.
د قرمقول ولسوال محمد ابراهیم نوري وايي چې په یادو بستو کې اوړه، غوړي او وریجې شامل دي چې د ملي دستر خوان پروګرام له لارې د دې ولسوالۍ پر ۵ پراختیايي شوراګانو ووېشل شوې.
ورته مهال هغه شمېر کسانو چې یاده مرسته ترلاسه کړې د روژې په میاشت کې اړمنو خلکو ته د دې مرستې د ویش له کبله د افغانستان له حکومت مننه وکړه او ويې ويل چې دولت باید اړمنو ته د مرستو لړۍ ته همدارنګه دوام ورکړي.
ملي دسترخوان پروګرام چې د افغانستان د حکومت یو له پروګرامونو څخه دی په پام کې ده چې د فاریاب ولایت په کچه ۹۰ سلنه خلک له دې پروګرامه د خوراکي توکو بستې ترلاسه کړي.
خبریال: احمدجاوید بیدار