سمنګان کې د کوکنارو کښت خپل ځای د انجې بوټې کرکېلې ته ورکړی

Bawar Media CenterMay 10, 202183
400_Samangan

د سمنګان کرنې ریاست چارواکي وايي چې د دې ولایت بزګرو له هرمهاله زیات د انجې بوټي کرکېلې ته مخه کړې ده.
د سمنګان کرنې رئیس محمدرحمان ارغندیوال وايي چې دې ادارې پر څه باندې ۲۰ زره هکتاره ځمکه باندې د انجې بوټی کرکېلې چارې پرمخ بېولي دي او په سلګونه بزګرو ته یې د انجنې بوټي کښت په هکله اړینې زده کړې ورکړي او روزلي دي.
ښاغلی ارغندیوال وايي، دوی په دې هڅه کې دي چې د انجې د کښت سیمه پراخه کړي څو ترلاسه شوی عاید یې د هېواد کرنې او اقتصاد په برخه کې اړین رول ولوبوي.
په ورته وخت کې کوم کسان چې د انجې بوټې په کرکېلې بوخت دي وايي چې د دې بوټي عاید د غنمو او نورو نباتاتو لوړ دی او دا چې د انجې بوټی له کمو اوبو سره هم مقاومت کولی شي نو له همدې کبله په دې ولایت کې د کوکنارو خپل ځای دې بوټي ته ورکړی دی.
د سمنګان بزګرانو لېوالتیا په داسې حال کې دې طبي بوټي ته ډېره شوې چې په دې وروستیو کې د سمنګان کرنې ریاست د انجې بوټي څه باندې ۱۲ انجمنونه رامنځته کړي او همدارنګه پر ۶۰۰ هکتاره نوره ځمکه باندې د انجې بوټې له کښت خبر ورکوي.
خبریال: شمس‌الدین میرزایي