بلخ کې د وروستیو شهیدانو لپاره د فاتحې او دعا مراسم ترسره شول

Bawar Media CenterMay 11, 202178
403_Balkh

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني پر زدکوونکو او ښوونکو برید د بشر ضد جنایت او د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وباله هغه د لوګر او د کابل بریدونو په خاطر په ټول هېواد کې ملي ویر اعلان کړو.
نو له همدې کبله بلخیانو نن سهار روضې مبارک جومات کې د دې دو خونړیو پېښو د شهیدانو روح ارمتیا لپاره د فاتحې او دعا مراسم ترسره کړل او همدارنګه یې ټپیان د عاجلې شفا هیله وکړه او په هېواد کې یې د تلپاتې سولې او ټیکاو ټینګښت لپاره لاسونه لپه کړل.
د بلخ مدني فعالینو پر زدکوونکو برید یو بشري ضد جنایت یادوي او وايي چې د افغانستان دښمنان په دې وروستیو کې هڅه کوي چې په هېواد کې د پوهې څراغ مړ کړي.
مدني فعالین ټینګار لري چې د پوهې او علم دښمنان هېڅکله په خپلو شومو پلانونو کې بریالي کېدلی نشي او د افغانستان زدکوونکي او ښوونکي خپلې لارې ته همدارنګه دوام ورکوي.
بلخ کې یو تن مدني فعال شکور نجفي زاده وايي چې د دې شان بریدونو بیاځلې د کشفي او استخباراتي ځواکونو کمزورتیا ښیي.
دا په داسې حال کې ده چې خلک وايي له تسلیت وېلو ستړي شوي او ټول باید سره یولاس شي څو یادو ستونزو ته د پای ټکي کېښودل شي.
خبریاله: مهناز موزون