جوزجان کې د کورنیو لپاره ځانګړی تفریحي پارک جوړ شوی

Bawar Media CenterMay 16, 2021141
404_Jowzjan

د جوزجان اوسېدونکي په یاد ولایت کې د کورنیو لپاره د لومړني تفریحي پارک له جوړېدو هرکلی کوي.
د شبرغان ښار د ښاروالۍ تخنیکي او سکتوري خدمتونو عمومي مدیر کمال الدین نوري وايي چې دا پارک څه موده مخکې په ۵ جریبه ځمکه کې د افغانستان سیمه ییزو ښاروالیو ښاري جمعیت لپارهRegional Afghan Municipalities Program for Urban Populations لخوا جوړ شوی وو چې اوسمهال د ۱۲۰ زره افغانۍ په لګښت خصوصي سکتور ته په اجاره ورکړل شوی دی.
د ښاغلي نوري په وینا، یاد پارک د شنې فضا، هټۍ، کانتینونو او ټولو اړینو اړتیاوو په درلودو سره چې یو تفریحي پارک ورته اړتیا لري کورنیو ته د تفریح لپاره یو غوره ماحول برابر کړی دی.
چارواکي وايي چې د دې پارک په فعالیت سره نه یوازې دا چې د جوزجان ولایت ښاریان بلکې د سرپل ولایت او د اندخوی څلورګونو ولسوالیو ښاریان هم د تفریح لپاره دې پارک ته راځي.
خبریاله: فریده امیني نظري