بدخشان کي د کورونا لپاره له ځانګړې شوې بودیجې ۱۰عرادې امبولانسونه اخېستل شوي

Bawar Media CenterMay 18, 202163
405_Badashkhan

د بدخشان عامې روغتیا چارواکي وايي چې د دې ولایت سیمه ییزه ادارې د ملي تدارکاتو ادارې سره په همکارۍ د روغتیايي خدمتونو پراختیا لپاره ۱۰عرادې امبولانسونه پېرلي او بدخشان ته یې را انتقال کړي دي.
د بدخشان عامې روغتیا رئیس ډاکتر نور خاوري وويل چې دا امبولانسونه د اړتیا پر بنسټ د کورونا پر وړاندې د مبارزې له بودیجې پېرل شوي چې ۴۱ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د دې ولایت عامې روغتیا رئیس په وینا، اړمنو ولسوالیو ته به د دې امبولانسونو په لېږلو سره د بېړنیو ناروغانو د لېږد ستونزو کې د پام وړ کموالی راشي.
د بدخشان لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې دوی تمه لري چې سیمه ییزه اداره د امبولانسونو د وېش په برخه کې لرې پرتې او محرومې سیمې له پامه ونه غورځوي او عدالت په پام کې ونیسي.
د شهدا ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی صبغت‌الله وايي چې د دې ولسوالۍ روغتیايي مرکز یوازې یو امبولانس لري چې د بدخشان مرکز فیض اباد ښار ته د ناروغانو د لېږد لپاره بسنه نه کوي او تمه لري چې د دې امبولانسونو په وېشلو سره به د ناروغانو د لېږد په برخه کې شته ستونزې حل شي.
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي چې د کورونا وېروس د خپرېدو سره همهاله، مرکزي حکومت د کورونا وېروس سره د مبارزې په موخه دې ولایت ته ۱۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې چې له دې ډلې ۷۹ میلیونه افغانۍ یې د کورونا سره د مبارزې په وړاندې د توکو، درملو، تجهیزاتو او امبولانسونو د پېرلو لپاره لګېدلي او پاتې نورې یې د تدارکاتو بهیر د ځنډ له کبله بېرته د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.
خبریال: سمیع‌الله سحون