د سولې بهیر د ملاتړ په موخه د سرپل ځوانانو د رمضان جام فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

Bawar Media CenterMay 18, 202165
406_Sarepul

سرپل ولایت کې د رمضان جام فوټسال سیالۍ چې د باور رسنیز مرکز لخوا پیل شوې وې تېره ورځ مازیګر مهال د منهاج سراج ځوانانو فوټسال لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د سرپل ولایت د نواندیش مدني سازمان رئیس صمیم کاکړ وايي چې دا سیالۍ د سولې په بهیر کې د ځوانانو یوځای کېدو په موخه د باور رسنیز مرکز په ملاتړ په لاره اچول پیل شوې وې چې پکې د سرپل ښار ۶ فوټسال لوبډلو ګډون کړی وو.
د دې سیاليو وروستي پړاو کې منهاج سراج ځوانانو د څلورو ګلونو په وهلو سره امام‌زاده یحی لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.
د سرپل والي ویاند ذبیح‌الله اماني چې په دې سیالیو کې ګډون کړی و، د سرپل له ځوانانو د باور رسنیز مرکز له ملاتړ مننه وکړه او په دې ولایت کې یې د ورزشي خپرونو پر دوام ټینګار وکړ.
یو شمېر ورزشکارانو هم د دې شان ورزشي خپرونو له ترسره کېدو خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې په هېواد کې تلپاتې سوله راشي.
د یادونې وړ ده چې باور رسنیز مرکز پخوا هم د دې ولایت ښځینه هنډبال فدراسیون څخه ملاتړ کړی او همدارنګه یې هغوی ته یو دور سیالۍ په لاره اچولې دي.
خبریال: محمدیونس نعیمي