د ۲۰۹شاهین قول اردو نوی مرستیال معرفي شو

Bawar Media CenterMay 18, 202167
407_Balkh

ډګروال سید سعد‌الله هاشمي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د برید جنرال عباس توکلي پرځای د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مرستیال په توګه معرفي شو.
د ۲۰۹شاهین قول اردو قوماندان تورنجنرال غلام مصطفی وردګ د قول اردو د مرستیالۍ د مبارکۍ ترڅنګ وايي چې د قول اردو منسوبین او سرتېري د خپلې ولکې سیمې د دفاع او د دښمن د ځپلو لپاره بشپړ چمتوالی لري.
د قول اردو قوماندان ټینګار کوي چې د خلکو له حقونو او جمهوریت چې د افغانستان د خلکو یوازینۍ غوښتنه ده په قاطعانه ډول دفاع کوي.
په همدې حال کې د بلخ ولایت سیمه ییزو چارواکو په یادو مراسمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پرلا همغږۍ ټینګار وکړ او د ځواکونو وروستۍ لاسته راوړنې یې وستایلې.
د شاهین قول اردو نوی مرستیال ډګروال سید سعد‌الله هاشمي ژمنه وکړه چې د دې قول اردو له سرتېرو سره به اوږه په اوږه د دښمنانو پر وړاندې جګړه وکړي.
د یادونې ده چې ډګروال هاشمي مخکې له دې د ۲۰۹شاهین قول اردو اوپراسیون د امر په توګه دنده پرمخ بېوله.