جوزجان کې امنیتي ځواکونو ته د وینې د ورکړې کمپاین پيل شو

Bawar Media CenterMay 19, 202151
409_Jowzjan

جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې نن سیمه ییزو چارواکو او مدني فعالینو امنیتي ځواکونو ته د وینې د ورکړې کمپاین پيل کړ.
د جوزجان مرستیال والي عبدالقادر مالیه وايي چې دا کمپاین د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره د مقام ولایت او مدني فعالینو د سلګونه تنو په ګډون سره په لاره اچول شوی دی.
د جوزجان مرستیال والي په وینا، د دې شان خپرونو ترسره کول د وینې د ورکړې له فرهنګ سره مرسته کولی شي.
هغه له خلکو غواړي څو د تل په شان د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودریږي او د هغوی ملاتړ وکړي.
د امنیتي ځواکونو یو شمېر منسوبین د ولایت مقام او د خلکو له دې کړنې مننه کوي او وايي چې خوشاله دي چې د خلکو ملاتړ له ځان سره لري او زیاتوي چې د دې شان خپرونو په لاره اچول هغوی دې ته هڅوي څو له بل هرمهاله د وطن او خلکو د دفاع لپاره لار نور فعالیت وکړي.
د شبرغان ښار مرکزي روغتون د وینې د بانک د چارواکو د مالوماتو پر بنسټ په پام کې ده د ورځې تر پایه څه باندې ۳۰ زره سي سي وینه راټوله شي، په داسې حال کې چې د روغتون د وینې بانک د ۱۰۰ پاکټو وینې د ساتنې وړتیا لري.
خبریاله: فریده امیني نظري